پنځو هېوادونو د الوتکو په وسيله له اسمان څخه د غزې خلکو ته خواړه ورکړي
CMG2024/03/21 10:55:40
شريکول:

د اردن خبري رسنيو د مارچ په شلمې نېټې خبر ورکړی، چې وسله والو ځواکونو يې په همدې ورځ له څو هېوادونو سره په ګډې همکارۍ د غزې په شمال کې ځايي وګړيو ته له اسمانه شپږ ځلې خواړه ور غورځولي دي.

راپورونه وايي، د اردن، مصر، المان، سينګاپور او امريکا شپږو الوتکو له هوا څخه د غزې خلکو ته خوراکي توکي ور غورځولي دي.

سينګاپور په لومړي ځل په دغو مرستندويه عملياتو کې ګډون کړی و.

اردن له زياتو هېوادونو څخه غوښتي، چې د غزې وګړيو ته د خواړو ورکولو په يادو عملياتو کې ورسره برخه واخلي.