په بېجينګ کې د چين او بريتانيې د سياسي ګوندونو دوولسم ډيالوګ ترسره شو
CMG2024/03/21 11:03:53
شريکول:

د چين او بريتانيې د سياسي ګوندونو دوولسم ډيالوګ د مارچ په شلمې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شو.

دواړو خواوو د ګوندونو ترمنځ د ډیالوګ د پياوړتيا او ګډو ګټو پر بنسټ د ثابتو دوه اړخيزو اړيکو د ابادۍ تر عنوان لاندې صميمي، ژورې او رغنده خبرې کړې دي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو څانګې مشر ليو جيان چاو په يادې غونډې کې ګډون او وينا کړې ده او د دې ترڅنګ د چين د ځينو وزارتونو، ځايي حکومتونو او د بريتانوي کابينې د پخواني لومړي وزير په شمول څه باندې دېرشو کورنيو او بهرنيو استازو هم ګډون کړی و.

د ګډونوالو په اند، په اوسنۍ نړۍ کې ستر بدلونونه روان دي او په ورته وخت کې نړيوالې مسئلې او ننګونې هم مخ په زیاتېدو دي.

دوی د چين او بريتانيې ترمنځ د سالمو او ثابتو اړيکو پرمختګ د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو او هم د ګردې نړۍ لپاره ګټور ياد کړی دی.

د غونډې ګډونوالو له دواړو هېوادونو غوښتي، چې خپلمنځي ډيالوګ او خبرې اترې پياوړې کړي، متقابل باور دې لاټينګ او د سوداګرۍ، انرژۍ، چاپېريال ساتنې، روغتيا او ښوونې په شمول دوه اړخيزې همکارۍ دې زياتې کړي، کلتوري او ولسي تبادلې دې پرمخبوزي، خپلمنځيو توپيرونو ته دې په سم لید وګوري او په ګډه دې نړيواله سوله او ثبات وساتي او د دواړو هېوادونو سياسي ګوندونه دې د دوه اړخیزو اړيکو د پرمختګ لپاره لا مثبت خدمتونه وکړي.