د اروپايي ټولنې پسرلنۍ سرمشريزه ترسره شوه
CMG2024/03/22 15:13:23
شريکول:

د اروپايي ټولنې دوه ورځنۍ پسرلنۍ سرمشريزه د مارچ په ۲۱مې نېټې د بلژيک په پلازمينې بروکسېل کې ترسره شوه.

په دې سرمشريزې کې د اروپايي ټولنې د امنیتي او دفاعي مسایلو په اړه خبرې شوي او د دفاعي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې یې د ګډو ونډو جوړونې د ټولو توجه راجلب کړې ده.

د دفاعي صنعت د ملاتړ په برخه کې د ګډو ونډو  جوړونه د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو پر وړاندې لومړۍ ازموينه بلل کيږي، چې ډېری غړي یې  په دې اړه سخت اختلافات لري.

د اروپايي ټولنې مشرانو په همدې ورځ هوکړه کړې، چې له اوکراين سره به په سياسي، اقتصادي، بشري، پوځي او ډيپلوماتيکو برخو کې اوږدمهاله مرستو ته دوام ورکړي.

تراوسه اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو يې له اوکراين سره تر ١٣٨ ميليارډو يورو زياتې مرستې کړې دي.

(ژباړه: شکريه)