بېجينګ: د تايوان مسئلې حل د چيني ملت کورنۍ مسئله ده
CMG2024/03/22 09:47:18
شريکول:

د امريکا د هند- پاسيفيک قومندانۍ مشر او د سمندري ځواکونو ډګر جنرال جان اکویلينو په دې وروستيو کې رسينو ته ويلي، چې چين له دويمې نړيوالې جګړې وروسته په بې ساري ډول دوديز او اټومي جنګي توانونه خپلوي.

هغه دا هم ویلي، ټولې نښې ښیي، چې د چین ستره برخه به له ۲۰۲۷ کال مخکې پر تایوان برید ته چمتو شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د مارچ په ٢١مې نېټې په ټينګار ويلي، چې په امريکا کې ځيني کسان د چين د ګواښ نظريه مبالغه کوي او په تايوان تنګي کې کړکېچ پاروانې ته لمن وهي، چې بېجينګ یې ټينګ مخالفت کوي.

لين جيان ويلي، د تايوان مسئله د چين کورنۍ چاره ده او د دې مسئلې حل د چينايانو کار دی او هېواد يې هېڅ بهرنۍ لاسوهنې ته اجازه نه ورکوي او نه یې هم زغم لري. هېڅوک بايد د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع په برخه کې د چينایانو ټينګ هوډ، ټينګه اراده او پياوړی توان و نه ازمويي او نه باید په ټيټه سترګه ورته وګوري.