انټوني بلينکن: امريکا امنيت شورا ته په غزې کې د بيړني اوربند مسوده وړاندې کړې
CMG2024/03/22 10:16:20
شريکول:

د امريکا د بهرنیو چارو وزير انټوني بلينکن د مارچ په شلمې نېټې له سعودي عربستان څخه دوه ورځنۍ لېدنه کړې او د سعودي چارواکو سره يې په خبرو کې ويلي، چې واشنګټن امنيت شورا ته د پرېکړه ليک يوه مسوده وړاندې کړې او پکې يې د شخړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی، چې په غزې کې سمدستي اوربند وکړي.

د سعودي عربستان خبري رسنيو د مارچ په ۲۱مې نېټې د بلينکن په قول خبر ورکړی، چې امریکا د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ياده مسوده وړاندې کړې او پکې يې د شخړو پر ښکيلو خواوو غږ کړی، چې بېړنی اوربند وکړي او نيول شوي ټول کسان خوشي کړي.

بلينکن په ورته وخت کې پر دې هم ټينګار کړی، چې امریکا د اسرائيل د دفاع حق څخه ملاتړ کوي.