د عربي متحده اماراتو د بهرنيو چارو وزارت په کندهار کې ترهګريز برید وغانده
CMG2024/03/22 18:27:51
شريکول:

د عربي متحده اماراتو د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۲۲مه نېټه په يوې اعلاميې کې په کندهار کې وروستی ترهګريز بريد وغانده.

اعلاميه وايي چې عربي متحده امارات دغه ډول جرمونه سخت غندي او د زورزياتي له پېښو او هغو ترهګريزو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي چې له خونديتوب، ثبات او نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده.

د روانې میاشتې په ۲۱مه نېټه کندهار ښار کې کابل بانک ته په نیږدې سيمه کې ځانمرګی بريد شوی چې له امله يې درې تنه ملکيان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.