روسیې د "اتحاد MS-25" انسان وړونکې فضايي بیړۍ توغونه وځنډوله
CMG2024/03/22 10:28:48
شريکول:

د روسیې ملي فضايي ګروپ د مارچ په ۲۱مې نېټې اعلان کړی، چې د " اتحاد MS-25" انسان وړونکې فضايي بیړۍ يې په همدې ورځ د ماموریت په وروستي پړاو کې غیر معمولي تجربه کړې او د توغولو پلان يې لغوه او بل مهالويش يې ورته ټاکلی دی.

د روسیې د ملي فضايي ګروپ مشر یوري بوریسوف د فضايي بېړۍ د توغولو د ځنډ لامل "د کیمیاوي بریښنايي فشار ناڅاپي کمښت" ښودلی او د توغولو وخت يې د مسکو پر وخت د روانې میاشتې د ۲۳مې نېټې د ماسپښین تر ۳ بجو او ۳۶ دقیقو ځنډولی دی.

ټاکل شوې وه، ياده "اتحاد MS-25" فضايي بیړۍ د مسکو پر وخت د روانې میاشتې د ۲۱مې نېټې د ماسپښین په ۴ بجو او ۲۱ دقیقو نړیوال فضايي سټیشن ته وتوغول شي.

دغه فضايي بېړۍ به د روسیې، بېلاروس او امریکې درې کسیزې عملې سره فضايي مدار ته وتوغول شي.