د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي: ۲۰۲۵م کال به د نړیوالې سولې او باور کال وي
CMG2024/03/22 10:21:52
شريکول:

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د مارچ په ۲۱‍مې نېټې يو پرېکړه ليک کې ۲۰۲۵م کال د نړيوالې سولې او باور کال یاد کړی دی.

په پرېکړه ليک کې له نړيوالې ټولنې غوښتل شوي، چې د ټولشموله ډيالوګ او خبرو اترو له لارې کشالې حل او په نړيوالو اړيکو کې سوله او باور تضمين کړي او همدغه چارې دې د دواملرونکي پرمختګ، سولې، خونديتوب او بشري حقونو د پرمخبيولو لپاره ارزښتناک نظرونه وبولي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په همدې ورځ په يوه بل پرېکړه ليک کې د نومبر ۱۵مه نېټه د نړيوالو جرمونو د مخنيوي او مبارزې ورځ ټاکلې ده.