بېجينګ: چين غواړي د اوکراين بحران د سياسي حل لپاره خپله هوښياري او ځواک برابر کړي
CMG2024/03/22 18:24:27
شريکول:

د مارچ په ۲۲مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د دغه وزارت د نوبتي خبري ناستې مشري وکړه او د اوکراين بحران د حل او فصل لپاره يې د چين د اروپايي او اسيايي چارو د ځانګړي استازي لي هوي د سفرونو په باب معلومات وړاندې کړل.

هغه وويل چې لي هوي له روسيې، اوکراين او اړوندو اروپايي هېوادونو څخه د ليدنو په موده کې له اړوندو خواوو سره په اوکراين کې د اوربند او د جګړې د پای ته رسېدو او د اوسني بحران د سياسي حل په هکله د نظريو تبادلې وکړې.

لي هوي وويل چې اړوندې خواوې د دغه بحران د حل لپاره د چين د منځګړيتوب هڅې ستايي او دې ته په تمه دي چې چين لا مهم رغنده رول ولوبوي. هغوی په اتفاق سره دا منلې چې چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړي هېواد او د روسيې او اوکراين د ګډ ملګري په توګه په دې بحران کې د منځګړيتوب رول د لوبولو، له اړوندو خواوو سره د معلوماتو د شريکولو،  ګډو نظريو ته د اړوندو خواوو د رسېدو او د سوله ييزو خبرو اترو د ګټورو شرايطو د برابرولو لپاره خپلې هڅې کولی شي.

هغه پر دې ټینګار کړی چې چين غواړي د روسيې او اوکراين ترمنځ د سوله يیزو خبرو اترو د تر سره کولو لپاره خپل ځانګړی رول ولوبوي او د اوکراين د بحران د حل او فصل لپاره د چين هوښياري او ځواک برابر کړي.