چين په شلو ښارونو کې د نړيوالې سوداګرۍ د اسانېدو لپاره ځانګړي عمليات پيل کړي
CMG2024/03/22 15:06:37
شريکول:

د چين د ګمرکاتو ملي ادارې د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې، ماليې وزارت او ټرانسپورټ وزارت له ۱۴ اداراو سره د هېوا د ۱۳ ولايتونو په شلو ښارونو کې د نړيوالې سوداګرۍ د اسانېدو لپاره ځانګړي عمليات پېل کړي، چې پنځه میاشتې به دوام ولري.

اړوندو ادارو په دغو عملياتو کې د مالونو د سوداګرۍ، د خدماتي او ډيجيټلي سوداګرۍ، دواملرونکې سوداګرۍ، د ګمرکاتي ادارو له خوا د صادراتي او وارداتي مالونو د څار د کاري موثريت د لوړوالي، په بندرونو کې د معلوماتي سويې د لوړولو او صادراتي او وارداتي برخو کې د مالياتو د معياري کېدو او کمېدو په شمول شپږو برخو کې څه باندې دېرش تدبيرونه نيولي دي.