عبدالفتح السیسي له انټوني بلینکن سره د غزې پر وضعيت غږیدلی
CMG2024/03/22 09:50:05
شريکول:

د مصر ولسمشر عبدالفتح السيسي د مارچ په ٢١مې نېټې د دغه هېواد په پلازمېنې قاهرې کې د امريکا له بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن سره کتلي او په غزې تړانګې کې د روان کړکېچ پر وضعيت ورسره غږیدلی دی.

د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ په یوې اعلاميې کې ویلي، چې السیسي له بلينکن سره د کتنې پرمهال ويلي، په غزې تړانګې کې روان بشري بحران د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او د غزې په جنوبي رفح ښار کې شاوخوا ۱،۵ میلیونو فلسطینیانو د پناه غوښتنه کړې ده.

السیسي خبرداری ورکړی، چې په رفح ښار کې هر ډول پوځي اقدام به سختې پایلې ولري.

اعلاميه وايي، انټوني بلينکن د سولې هڅونې په برخه کې د مصر رول ستايلی او هيله يې ښودلې، چې د سيمه ييز ثبات او امنيت د پياوړتیا لپاره به له مصر سره همغږۍ ته دوام ورکړي.

بلینکن د روانې میاشتې په ۲۰مې نېټې سعودي عربستان ته ولاړ او منځني ختیځ ته يې خپل سفر پيل کړی دی. ټاکل شوې، نوموړی به له مصر څخه تر لېدنې وروسته اسرائيل ته هم سفر وکړي.