د شينجيانګ د کاشغر ”د پامیر غږ“ قومي موسيقۍ فيسټيوال پرانیستل شو
CGTN2024/03/22 18:42:53
شريکول:

د مارچ د ۲۰ مې نېټې په شپه د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې د  کاشغر ښار په تاشقورغان ولسوالۍ کې د نوروز د هرکلي او لمانځنې په پار د پامیر غږ  په نوم د قومي موسيقۍ فيسټيوال پرانیستل شو او د پرانيستونکو مراسمو پر مهال یې یوه هنري ننداره ترسره شوه. 

په دغه هنري ننداره کې د بېلابېلو قومونو ۱۷۷ لوبغاړو د نڅاوو او سندرو په ګډون ۱۸ ښايسته پروګرامونه نندارې ته وړاندې کړل، چې نه يوازې د شينجيانګ د بېلابېلو ځايونو د موسيقۍ ځانګړتياوې یې لرلې ، بلکې د چيني کلتور تنوع هم ترې څرګند شوی دی.

په دې وروستیو ورځو کې د تاشقورغان تاجک کورواکې ولسوالۍ کې د نوروز د لمانځنې لپاره د ياد فيسټيوال په ګډون رنګارنګ فعاليتونه روان دي.