د اروپا شورا په اروپايي ټولنې کې د بوسنيا هرزګوينا پر غړیتوب بحث پيل کړ
CMG2024/03/22 10:48:59
شريکول:

د اروپا شورا رئیس چارلېس میشل د مارچ په ۲۱مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د شورا غړو يې په همدې ورځ اروپايي ټولنې کې د بوسنیا هرزګوینا پر غړیتوب د بحث کولو پرېکړه کړې ده.

د اروپايي ټولنې سرمشریزه په همدې ورځ د بلژیک په پلازمېنې بروکسیل کې ترسره شوه.

چارلېس میشل د اروپا شورا یاده پرېکړه په اروپايي ټولنې کې د بوسنيا هرزګوينا د غړیتوب لپاره یو کلیدي ګام بللی دی.

بوسنيا هرزګوينا د ۲۰۱۶م کال په فبرورۍ کې د اروپايي ټولنې د غړیتوب غوښتنه کړې او اروپاي شورا د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې ورته د اروپايي ټولنې د نوماند غړي هویت ورکړی دی.