د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند د مارچ په ۲۱مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې واشنګټن د تش په نوم اروناچال ايالت( د چين د شي ځانګ د کورواکې سيمې جنوبي برخه) د هند د خاورې برخه بولي او هلته له پوځي او ملکي لارو چارو له کنټرولونکې کرښې څخه د تېرېدو يو اړخيزو عملونو سره مخالفت کوي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند لين جيان د مارچ په ۲۱مې نېټې د واشنګټن د يادو څرګندونو په اړه ناخوښي ښکاره کړې او ټينګ مخالفت يې ورسره ښودلی دی.
نوموړي ويلي، د چين او هند سرحدي کرښه نه ده ټاکل شوې او د شي ځانګ جنوبي سيمه د چين د خاورې يوه برخه ده او په خبره يې، دا يو نه بدلېدونکی حقيقت دی.
د چين او هند ترمنځ سرحدي مسئله له يادو دوو هېوادونو سره تړاو لري او امريکا پکې د لاسوهنې حق نه لري.