د چين او استراليا اړيکې دې بېرته شاتګ ونه کړي
CMG2024/03/22 15:12:11
شريکول:

د استراليا اسوشيتيد اژانس د چين او استراليا ۷م ډيپلوماتيک او ستراتيژيک ډيالوګ په اړه داسې ويلي چې له پنداګانو نه تر ګمرکي مالياتو پورې ټول مهم موضوعات د دواړو هېوادونو د خارجه وزایرانو د ډاګيزو خبرو پر مېز باندې ايښي دي. له دې څخه ښکاري چې د چين او استراليا اړيکې اوس د پر له پسې ښه والي په حال کې دي. دغه راز په روانه مارچ کې استراليا ته د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او خارجه وزير وانګ يي سفر د دواړو هېوادونو اړيکو د بېرته ښه کېدو يوه نښه بلل کېږي.

روان ۲۰۲۴م کال د چين او استراليا د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو له لسمې کليزې سره برابر دی. له تېرو لسو کلونو راهيسې، د دواړو هېوادونو اړيکې ډېرې ټکنۍ شوې دي. لامل يې دا دی چې د استراليا پخواني حکومت تل په پټو سترګو د چين د مخنيوي په موخه د امريکا پر تګلارو تعقيب کړی او د چين په مقابل کې يې ناسمې تګلارې پلې کړې دي. د ۲۰۲۲ م کال په مې مياشت کې واک ته د استراليا اوسني حکومت تر رسېدو وروسته د چين په اړه د دغه هېواد تګلارې بيا تعديل شوې او له چين سره د اړيکو مخ په خرابېدو حالت ختم شوی دی. د ۲۰۲۲م کال په نومبر کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جي شل هېوادونو سرمشريزې تر څنګ له استراليايي صدراعظم (Anthony Albanese) انتوني البانيس سره وکتل او د دوه اړخيزو اړيکو د ژر ښه کېدو په اړه يې ورسره موافقه کړې ده. د ۲۰۲۳م کال په نومبر کې صدراعظم البانيس له چين څخه ليدنه کړې چې دا له ۷ کلونو وروسته چين ته د استراليايي صدراعظم لومړی سفر دی.

د استراليايي خبري رسنيو په خبره، استراليا ته د چين د خارجه وزير وانګ يي ياد سفر له رکود څخه د دواړو هېوادونو اړيکو د ځان خلاصون وروستی سمبول دی. دواړو خواوو څو څو غونډې جوړې کړې دي. چين د تېرو لسو کلونو د تجربو په راغونډېدو سره په دې اند دی چې اوس د چين او استراليا اړيکې سم مدار ته بېرته راستنې شوې دي، نو بايد په ټينګه سره مخ ته ګامونه پورته کړي او بېرته دې شاتګ ونه کړي. استراليايي لوري داسې څرګنده کړې چې له چين سره اړيکې دې د توپيرونو پر بنسټ ونه ارزول شي، بلکې دواړه خواوې دې ګډې ګټې پيدا کړي.

شنونکي داسې وايي، که استراليا غواړي له چين سره ګډ پرمختګ وکړي، نو بايد د چين د مخنيوي په موخه د امريکا پر اړوندو تګلارو د تعقيبولو له خپلې ستراتيژۍ څخه لاس واخلي او پر دې بنسټ دې دوه اړخيزو اړيکو ته لا زيات پرمختګونه ورکړي. د چين او استراليا ترمنځ د اړيکو د پر له پسې ښه والي په پار دې په څو برخو کې کارونه وشي.  

لومړی، دواړو خواوې بايد متقابل درناوی ولري او په معقوله توګه دې خپلمنځي توپيرونه کنټرول کړي. استراليا دې په ځانګړي توګه د چين مرکزي ګټې او ځينې مهم موضوعات په پام کې ولري. د خارجه وزير وانګ يي د دغه سفر په ترڅ کې چيني لوري د تايوان، هانکانګ، شينجيانګ، شيځانګ او جنوبي سمندرګي په شمول مسئلو کې خپل اصول او دريځونه بيان کړي دي. د استراليا صدراعظم البانيس پر دې ټينګار کړی چې استراليا تل د يو چين د پېژندنې تګلاره پلې کوي. دا د استراليا د دوو سياسي ګوندو ګډه نظريه ده چې دوام به ولري.

په عين وخت کې د چين او استراليا اړيکو د بېرته ښه والي په لار کې کله نا کله خنډونه او ستونزې هم ليدل کېدې. د مثال په توګه په تېر اګست کې استراليا او فليپين په لومړي ځل په جنوبي سمندرګي کې يوه ګډه پوځي مانوره تر سره کړه. د روان کال د مارچ په پيل کې استراليا د اسيان په ځانګړې سرمشريزه کې د جنوبي سمندرګي په اړه خبرې وپارولې. ظاهراً دا د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختګ په ګټه نه دي. دواړه خواوې يوازې د يو بل د مرکزي ګټو او مهمو مسئلو په پام کې نيولو سره خپلمنځي اړيکو ته پر له پسې پرمختګ ورکولای شي.

پر دې سربېره، د چين او استراليا اړيکې دې د دواړو هېوادونو په خپلواکو تګلارو پرمختګ ومومي. استراليا چې خپلواکي او ملي حاکميت لري، د امريکا ملګری او د چين همکار هم دی. چين پر دې ټينګار لري چې له استراليا سره د خپلو اړيکو پرمختګ د درېیمې خوا په مقابل کې نه دی او نور هېوادونه دې ور باندې اغېز و نه کړي.

د AUKUS په نوم د امريکا، برېټانيا او استراليا ائتلاف د سړې جګړې له مفکورو څخه ډکه ډله ده چې د تش په نوم د ذروي اوبتل همکارۍ به يې د ذروي وسلو د خپراوي خطرونه زيات کړي او د سيمې سولې او ثبات ته به زيانونه ورسوي. چين او د سيمې نورو هېوادونو ورسره مخالفت څرګند کړی دی. استراليا دې د لويو هېوادونو په جيوپوليتيک تقابل کې ځان نه ښکېل کوي او په واقعي همکارۍ دې خپلو خلکو او دغې سيمې ته ګټې ورسوي.

د چين او استراليا اړيکو په پرمختګ کې اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ تر ټولو مثبت او فعال خوځنده ځواک دی. چين د مسلسلو ۱۵ کلونو لپاره د استراليا لومړی لوی سوداګريز همکار پاتی شو چې نه يوازې د دغه هېواد د صادراتو تر ټولو لويه موخه ، بلکې د وارداتو تر ټولو لويه سرچينه هم ده. د سياسي اړيکو په ښه والي سره به د دواړو هېوادونو سوداګرۍ لا نورې هم فعالې وي. د استراليا د شمېرنې له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې د چين او استراليا ترمنځ د مالونو سوداګرۍ عمومي حجم څه باندې ۳۰۰ میليارډو استراليايي ډالرو ته رسېدلی چې نوی تاريخي ريکارډ يې جوړ کړی دی.

اوس مهال چين په هراړخيزه ساحه کې چيني شکله عصري کېدو بهير پرمخ بيايي چې د استراليا په شمول مختلفو هېوادونو ته لا زيات فرصتونه برابروي. د چين د سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۴م کال په جنورۍ کې استراليا په چين کې د واقعي پانګونې زياتوالی ۱۸۶.۱ سلنې ته رسېږي. ترې د چين پر راتلونکي د استراليا صنعتي او سوداګريزو ټولنو قوي باور څرګندېږي. د دغه هېواد پخواني صدراعظم (Paul John Keating) پاول جون کيټينګ له چيني لوري سره د کتنې پر وخت داسې ويلي چې زه د استراليا او چين اړيکو پر راتلونکي پوره باور لرم.

چين او استراليا د اسيا او ارام سمندر سيمې دوه مهم هېوادونه چې په تاريخ کې يې يو له بل سره هېڅ تضادونه او ستونزې نه درلودې. د چيني لوري په خبره، چين او استراليا د خپلمنځي اړيکو پرمختيايي لوری ټاکلی، نو بايد په ثابته، ښه او دايمي توګه ګامونه پورته کړي. دا د دواړو هېوادونو د خلکو له ګډو ګټو سره سمون لري، بلکې د سيمې هېوادونو په ګټه هم دي.