امنیت شورا د غزې وضعیت په اړه د امریکا لخوا وړاندیز شوې مسوده تصويب نکړه
CMG2024/03/23 15:14:29
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د مارچ د ۲۲مې په سهار د غزې وضعيت په اړه د امريکا لخوا وړانديز شوې مسودې ته رايې ورکړې، چې روسيې، چین او الجزایر مخالفې رایې ورکړې او دغه مسوده تصويب نشوه.

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون له رايې اچونې وروسته وويل، چې په غزې کې د شخړې  له پيل راهیسې څه دپاسه ۱۶۰ ورځې تېرې شوي، تر ٣٢ زرو زيات بې ګناه ملکي وګړي وژل شوي او په ميليون  کسان له قحطۍ سره مخامخ دي. چې اوس د امنیت شورا لپاره تر ټولو عاجل اقدام   د سمدستي غیر مشروط او دایمي اوربند عملی کول دي.

د امريکا له خوا وړاندیز شوي مسوده کې لا هم د سمدستي اوربند غوښتنه شامله نه ده، حتی په لنډ مهال کې د اوربند لپاره غوښتنه هم شتون نه لري، دا د منلو وړ نه ده.

(ژباړه: شکريه)