د انګولا ولسمشر جواو لورینکو سره د چين ميډيا ګروپ مرکه
CMG2024/03/23 15:15:32
شريکول:

د انګولا ولسمشر جواو لورینکو په دې وروستیو کې له چین څخه لیدنه وکړه، هغه لومړی بهرنی مشر دی، چې د روان کال له دوو  ملي مجلسونو وروسته له چين څخه رسمي لیدنه کوي.

لورينکو د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره د کتنې پر مهال  وویل، د انګولا او چين ترمنځ اړيکې نړيوالو د ديپلوماتيکو اړيکو پر وړاندې ښه موډل دی او هر کال يې مهمې پرمختيايي پايلې تر لاسه کوي، د انګولا په ډېر سخت وخت او له جګړې وروسته د بيارغونې په مهال کې، چين دغه هېواد ته د مرستې لاس وغزاوه.

دواړو مشرانو په ليدنې کې د دوه اړخيزو مسايلو په اړه خبرې اترې وکړې، د نړيوال سياسي او اقتصادي حالاتو په اړه يې د نظريو تبادلې وکړې او اعلان يې وکړ، چې چين او انګولا به خپلمنځي اړيکې د هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې همکارۍ پر لور بوځي.

تر دې ليدنې وروسته لورينکو د چين شان دونګ ولايت ته سفر وکړ، کوم چې يو ستر صنعتي او کرنيز ولايت ګڼل کېږي. هغه له څو تصديو او د کرنې علومو له اکاډمۍ څخه ليدنه وکړه او د انګولا د کرنې او صنايعو د عصري کولو لپاره يې لا زياتې چينې تجربې راغونډې کړې.

هغه وويل، چې په تېرو شلو کلونو کې يې له چين څخه څو ځله ليدنې کړي دي، چين هره ورځ او هر کال پرمختګ کوي او نړۍ ته حيرانتيا  وربښي. هغه له چین څخه مننه  وکړه، چې د انګولا د ستونزو  لېرې کولو لپاره یې د مرستې لاس وغزاوه او انګولا کې یې د لا زیاتو چینایي شرکتونو د پانګونې هرکلی هم وکړ.

(ژباړه: شکريه)