اسرائيل: که امريکا پر رفح د بريد ملاتړ و نه کړي، اسرائيل به لا هم اقدام وکړي
CMG2024/03/23 15:13:31
شريکول:

د اسرائيل لومړي وزير نتنياهو د مارچ په ۲۲مه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير بلينکن سره تر ليدنې وروسته  وویل، چې نوموړي ته یې  څرګند کړی، که اسرائيل د حماس د پاتې ځواکونو د له منځه وړلو لپاره رفح کې داخل نه  شي، دوی به حماس ته ماتې ور نه شي  کړای.

نوموړي زياته کړه ، چې هغه  د امریکې ملاتړ غواړي ، که امریکا ترې ملاتړ نه کوي، اسرائيل به لا هم خپل اقدام وکړي.

اسرائيلو په همدې ورځ اعلان وکړ، چې د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې يې د فلسطين اته مربع کيلومتره ځمکه غصب کړې او د دې ځمکو ملکيت يې اسرائيل ته ورکړی دی.

(ژباړه: شکريه)