د مارچ د ۲۲مې په شپه د روسیه په مسکو کې ترهګریز برید وشو او سخته مرګژوبله یې اړولې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د مارچ په ۲۳مه په یوه خبري ناسته کې په دې اړه وویل، د دې برید په اورېدو مو ټکان وخوړ، موږ له وژل شویو سره خواشیني او د دوی له کورنیو غړو او نورو ټپيانو سره همدردي څرګندوو. چین له هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت کوي، ټول ترهګریز بریدونه غندي او د خپل هېواد د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره د روسیې له کوښښونو کلک ملاتړ کوي.