په بېجينګ کې د ډيموکراسۍ په اړه له فورم څخه د ریښتنې ډيموکراسۍ شکل څرګندیږي
CMG2024/03/23 14:40:34
شريکول:

د ګڼ شمېر هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو څه باندې ۲۰۰ ميلمنو څه موده  وړاندې په بېجينګ کې  د (ډيموکراسي: د ټولو انسانانو ګډ ارزښت ) په درېيم نړيوال فورم کې ګډون  وکړ او د ډيموکراسۍ او د ادارې د عصري کېدو، د AI او د ډيموکراسۍ راتلونکې، په څو قطبييزې نړۍ کې د ډيموکراسۍ او نړيوالې ادارې په شمول د تودو مسئلو په هکله بحثونه  وکړل.

په دغه فورم کې د ګډون کوونکو ګډې نظريې دا  وې، چې د ډيموکراسۍ هدف د ټولو انسانانو د ګټو تامينول او پياوړي کول دي او په دې موخه بايد د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو حق ته درناوی وشي، چې په ازاده توګه د پرمختګ لاره غوره کړي، د ډيموکراسۍ په نوم په نړيوالې ټولنې کې د جلا کېدو، د تعصب خپرېدو او سولې ته له ويجاړوونکو کړنو سره مخالفت وشي.

په همدې وخت کې په کوريا جمهوريت کې د امريکې په مشرۍ د درېيمې دورې ډيموکراتيکې سرمشريزې غونډه پای ته  ورسېده ، چې ډېره کمه پاملرنه يې راجلب کړه. د امريکې لخوا پلان شوې د تش په نامه ډيموکراتيکې سرمشريزې غونډې تمايل دا ښيي، چې امريکې شکله ډيموکراسۍ د خلکو اطمينان له لاسه ورکړی دی.

د غربي نړۍ د ځينو کسانو په سترګو کې د دوی ډيموکراسي د انسانانو د سياسي تمدن تر ټولو غوره بېلګه ده او بېلا بېل هېوادونه بايد د دوی له ډيموکراسۍ څخه زده کړه وکړي. خو حقيقت څه ډول دی؟ د بيلګې په توګه، په امريکا کې په دې وروستيو کلونو کې ډيموکراتيکې ګډوډۍ په پر له پسې ډول رامنځته شوې. د دغه هېواد په دننه کې د توکميزو لږکيو حقونه تر پښو لاندې شول، ډيموکراتيکې ټاکنې د سرمايه دارانو او سياستمدارانو د خود غرضو له خوا يرغمل شوې، په کاپيتول هيل  (Capitol Hill) کې سختې ګډوډۍ رامنځته شوې، چې نړۍ ټکان وخوړ.

امريکا د ډيموکراسۍ په نامه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او د ډله ايزې مقابلې لمسون يې کړی. د امريکې جعلي ډيموکراسۍ او ریښتني تسلط نړۍ ته شخړې او ګډوډۍ رسولې دي. د امريکې سياسي پوه فرانسیس فوکوياما په وروستيو کلونو کې په تکرار سره خبرداری ورکړی، چې په امريکا کې په ډيموکراتيک سياست کې سختې کمزورتياوې رامنځته شوې دي.

په دې حال کې د بېلا بېلو هېوادونو پوه شخصيتونو په بېجينګ کې د ریښتني ډيموکراسۍ په هکله بحثونه کوي. ډيموکراسي بايد د چا لخوا تعریف شي؟ د ډيموکراسۍ هدف څه دی؟ ډيموکراسي بايد چا ته خدمت وکړي؟ څنګه په لا ډيموکراتيک ډول نړيوالې ادارې پياوړې شي؟ د ډيموکراسۍ په هکله يادې  مهمې مسئلې د بېجينګ په دغه فورم کې د پاملرنې وړ ګرځيدلې دي.

د ايتاليا پخواني صدراعظم ماسيمو ډاليما دا نظر لري، چې ډيموکراسي د غربي نړۍ تنها ارزښتناکه نظريه نه ده او بايد په زور سره نورو سيمو ته  خپره نه شي. اوس دا ډېر خطرناکه ده، چې د غربي نړۍ ځيني کسان د ډيموکراسۍ په نامه د غرب نړۍ او نورو سيمو تر منځ ټکرونه جوړوي او حتی د سړې جګړې د بيا پيل کېدو هڅونه کوي.

له اوږدې مودې راهيسې، هغو  هېوادونو، چې  مجبوراً د لويديځو هېوادونو په شکل ډيموکراتيک ميکانيزم جوړ کړی، همېشه په سياسي ناکراریو او پرمختيايي ستونزو کې ښکېل دي. په ځينو لويديځو هېوادونو کې ډيموکراتيکې ټاکنې د سرمايه دارانو او سياستمدارانو لوبې ګرځيدلې دي، ملکي وګړي همېشه د سياستوالو د درواغو  پواسطه ښکار او غلا شوي او د هېواد تګلارې ورځ په ورځ د ټولنې او خلکو له ګټو سره سمون نه خوري.

په بېجينګ کې د ډيموکراسۍ په هکله د فورم له تر سره کېدو مخکې د چين CGTN د نړۍ د ۳۲ هېوادونو  له نږدې څلوېښت زره کسانو د نظر پوښتنه وکړه. پوښتنه دا ده، چې د ډيموکراسۍ د پرمختګ لپاره تر ټولو ستر اهميت څه دی؟ د سروې د نتيجې له مخې، ۴۰اعشاريه ۷سلنه کسانو دا  ویلي، چې د خلکو د ژوند د بنسټيزو حقونو تامينول دي، ۲۹اعشاريه ۳سلنه کسانو  دا  ویلي، چې ټول  انسانان مساوي دي، ۲۹سلنه کسانو اقتصادي پرمختګ انتخاب کړی. له دې څخه څرګندېږي، چې د ژوند او پرمختګ د حقونو واقعي تامينول او د خلکو ښه ژوند د ډيموکراسۍ د پرمختګ لپاره د خلکو عمده غوښتنې دې.

په یاد فورم کې زيات شمېر  مېلمنو  په چين کې خلکو ته د لومړيتوب ورکولو په باب د ټول بهير ولسي ډيموکراسۍ ستاينه  وکړه او په دې نظر وو، چې دا د خلکو د بنسټيزو ګټو او د خلکو د پرمختګ د غوښتنو له مخې ډيموکراتيک شکل دی. د بريتانيې د ۴۸ ګروپونو او کلبونو رئيس سټيفين پيري په اشارې سره وویل، چې د خلکو د نظريو اورېدل او د اړوندو تدبيرونو عملي کول په چين کې يو ښه ډيموکراتيک شکل دی، چې د چين د اقتصاد او ټولنې د سترو بدلونونو هڅونه يې کړې ده.

ډيموکراسي د هېچا ځانګړی امتياز نه دی او بايد په مختلفو شکلونو موجود وي، ډيموکراسۍ هغه وسیلې نه دي، چې د مختلفو ډلو په منځ کې تضادونه جوړوي. نړيوالې ادارې لا ډيموکراتيکو اصولو ته اړتيا لري. په دغه فورم کې د ډيموکراسۍ په هکله دغې ګډې نظريې خلک ويښوي ، چې د ډيموکراسۍ په هکله مختلف معلومات شته او په دې برخه کې د مختلفو ټولنو او هېوادونو تر منځ خبرې اترې او ډيالوګ ډېر مهم دی.