د اوکراین حکومت څو ورځې مخکې د جګړې د ملاتړ په اړه د نړیوالو تصدیو هغه لېست لغوه کړ، چې د دغه هېواد د فساد ضد ادارې لخوا ټاکل او خپور شوی و.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د مارچ په ۲۲مه په نوبتي خبري ناسته کې په دې اړه وویل، چین د اوکراین د دې پرېکړې هرکلی کوي. چین د اوکراین مسئلې په هکله دایمي دریځ لري، چې تل د سولې او عدالت تر څنګ درېږي. د اوکراین اړوند ارګان مخکې د چین څو تصدۍ په یاد لېست شامل کړې او بېجینګ ورسره کلک مخالفت په ډاګه کړ. اوس اوکراین پرېکړه کړې، چې دغه لېست لغوه کړي او چین د دې هرکلی کوي.