د روسیې په مسکو ایالت کې د یو برید له امله ۶۰ تنه ووژل شول
CMG2024/03/23 11:56:42
شريکول:

د روسیې پلازمېنې مسکو  ښار ته نږدې اطرافي سیمې په یو کنسرت کې د مارچ په ۲۲مه د ډزو پېښه رامنځته شوه  او د روسیې د فدرالي امنیتي ادارې د  معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې ۶۰ تنه ووژل او څه باندې ۱۰۰ تنه ټپيان شول.

د روسې رسنیو د خبر له مخې، بریدګر ۳ تنه وو، چې هویت یې مالوم نه دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه پېښه ترهګریز برید بللی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوټریس په همدې ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره یاده پېښه سخته وغندله.