د ناورو ولسمشر داويد رانيبوک اديانګ به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه د مارچ له ۲۴مې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند لين جيان د روانې مياشتې په ۲۲مه وویل، چې دا د چين او ناورو تر منځ د ديپلوماتيکو چارو له بيا پيلېدو راهيسې چين ته د ناورو ولسمشر لومړی دولتي سفر دی.
ده زیاته کړه، چې چين غواړي له ناورو سره د دې ليدنې په فرصت خپلمنځي متقابل سياسي باور پياوړی ، په بېلا بېلو ساحو کې تبادلې او همکارۍ پراخې ، د خلکو ترمنځ دوستۍ ژورې او په پر له پسې توګه د دواړو خواوو تر منځ اړيکو ته وده ورکړي.
(ژباړه: شکريه)