د چین دولت رئیس شي جين پينګ د مارچ په ۲۳مه د روسیې د مسکو ایالت په یو کنسرت کې د سخت ترهګریز برید له امله د کسانو مرګژوبلې په اړه د دغه هېواد ولسمشر ولادمیر پوتین ته د خواشینۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ په پيغام کې وویل، د دغه ترهګریز برید په اورېدو سره مو ټکان وخوړ، زه د چین حکومت او خلکو په استازیتوب په دغه برید کې له وژل شویو سره خواشیني او د دوی له کورنیو غړو سره همدردي څرګندوم.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې چین له هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت کوي، ټول ترهګریز بریدونه غندي او د خپل هېواد د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره د روسیې له کوښښونو کلک ملاتړ کوي.