د چین دولت رئیس شي جين پينګ او د دومینیک ولسمشرې سیلونی بورتون د مارچ په ۲۳مه د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو د ټينګېدو د ۲۰مې کلیزې په مناسبت یو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل.
شي جين پينګ وویل، دومینیک په کاربین سیمه کې د چین مهم همکار دی. د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو د ټينګېدو له ۲۰ کلونو راهیسې، اړیکو یې تل د لوړې سویې پرمختګ ساتلی، عملي همکارۍ یې اغېزناکې دي او د خلکو دوستۍ یې ژورې شوي دي.
شي جين پينګ وویل، زه د چین او دومینیک ترمنځ اړیکو ته ډېره پاملرنه کوم او غواړي له ولسمشرې بورتون سره یو ځای د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو د ټينګېدو د ۲۰ مې کلیزې په نوي پيل سره خپلمنځي همکارۍ او تبادلې نورې پياوړې کړي.
ولسمشرې سیلونی بورتون وویل، دومینک له چین سره دوستۍ ته جدي پاملرنه کوي، د چین له کومک او ملاتړ مننه کوي او غواړي له چین سره همکارۍ نورې ژورې کړي.
د چین صدراعظم لي چیانګ اود دومینیک لومړي وزیر روسولت سکیریت هم په همدې ورځ یو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل.