لي چيانګ د چین پرمختګ د لوړ پوړي فورم د سږنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ
CMG2024/03/24 15:56:07
شريکول:

د چین صدراعظم لي چيانګ د مارچ په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې  د چین  پرمختګ د لوړ پوړي فورم د سږنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

هغه په خپلې وينا کې وويل، د دواملرونکي پرمختيايي چين تر عنوان لاندې سږنۍ غونډه نه یوازې له اوږدې مودې راهيسې د چین د اقتصادي پرمختيایي حالت په باب معلومات وړاندې کوي، بلکې د چين اقتصاد باکيفيته پرمختګ ته د بېلا بېلو ټولنو پاملرنه هم ښکاره کوي.

هغه دې ته په اشارې سره ويلي چې اوس مهال نړيوال حالت کې ژور بدلونونه راغلي دي او نړيوال اقتصاد له ډېرو ننګونو سره مخ دی. چين به د اغېزناکو عملياتو په تر سره کولو سره د باکيفيته پرمختګ لپاره هڅې وکړي او د نړيوال اقتصادي سمسورتيا او ثابت پرمختګ لپاره به مثبت ځواکونه برابر کړي.