روسیې په بریالیتوب سره د اتحاد MS-25انسان وړونکې فضايي بېړۍ وتوغوله
CMG2024/03/24 10:53:45
شريکول:

د روسیې د فضايي چارو دولتي ګروپ د مارچ په ۲۳مه خبر ورکړ، روسیې په همدې ورځ په بریالیتوب سره د اتحاد MS-25 انسان وړونکې فضايي بېړۍ وتوغوله.

خبر وايي، د مسکو پر وخت د همدې ورځې د ماسپښین په ۳ بجو او ۳۶ دقیقو، د روسیې د اتحاد MS-25 فضايي بېړۍ د قزاقستان له بایکنور توغونکي ويشتونکي ډګر څخه فضا ته وتوغول شوه او ټاکلي مدار ته داخله شوه. اټکل کېږي چې دغه فضايي بېړۍ به د مارچ په ۲۵مه له نړیوال فضايي سټېشن سره یو ځای شي.