امریکا باید د بوینګ کمپنۍ ستونزو په اړه نړۍ ته جدي ځواب ورکړي
CMG2024/03/24 11:06:22
شريکول:

په دې وروستیو کلونو کې د بوینګ کمپنۍ الوتکې څو ځلې امنیتي ستونزې راپورته شوې او د دې کمپنۍ د کیفیت د کنټرول مخکني منیجر ۶۲ کلن جان بانیټ څو ورځې مخکې په عجیبه توګه له نړۍ څخه سترګې پټې کړې، د دې کمپنۍ په اړه د رسنیو ډېر راپورونه خپاره شول.

په داسې حال کې د امریکا ترانسپورتي وزیر پیټی بوتیګیګ او د فدرالي هوايي چلند ادارې مشر مایک هویکت په دې وروستیو کې  د بوینګ کمپنۍ په دننه کې د کیفیت کنټرول په اړه ستونزې منلې دي. خو د دغو ستونزو د حل اقداماتو او د حکومت د څار دندې په اړه یې هېڅ خبرې نه دي ویلي، نو د ټولنې شکونه او غوسې یې نه دي لیرې کړې.

بوینګ کمپنۍ د یوې وتلې امریکایي تصدۍ په توګه سل کلن تاریخ لري، د امنیت لوړ کیفیت او د پروژې پياوړی توان یې له اوږدې مودې راهیسې د امریکا کبر بلل کېده. مګر له لسګونو کلونو راهیسې، دغې کمپنۍ د تولیداتو کیفیت په نسبت د خپلو پنډو بیې ته ډېرې پاملرنې کړې، د مشرانو بدل پېښې يې زیاتې وې او د کارونو د څارنې او نظارت میکانیزم یې ړنګ شوی. بله خوا، د امریکا حکومت د اړوند ارګان نظارت په کمښت سره د دې کمپنۍ د ستونزو د رامنځته کېدو مهم لامل هم دی.

د مالي راپور شمېر ښيي، د تېر کال تر درېيمې ربعې پورې، د بوینګ کمپنۍ عمومي سرمایې د خپلو پورونو په نسبت کم شوی. ویل کېږی چې د دغې کمپنۍ اوسنۍ ستونزه نه یوازې د خپلې ادارې د ناکامۍ نتیجه ده، بلکې د امریکا د تولیدي چارو د وروسته پاتې یوه نښه هم ده. د الوتکو امنیت د نړیوالو مسافرینو په خوندیتوب پورې اړه لري، د امریکا اړوندې خواوې باید د ټولنو د پاملرنې وړ مسئلو ته جدي ځوابونه ورکړي.