پوتین: ترهګریزو بریدګرو ته به سخته سزا ورکوو
CMG2024/03/24 11:00:41
شريکول:

د روسیې پلازمېنه مسکو کې د مارچ د ۲۲مې په شپه په يوه کنسرت کې ترهګریز برید وشو او تر اوسه د وژل شویو شمېر ۱۴۳ ته رسېدلی دی.

د روسیې ولسمشر پوتین د مارچ په ۲۳مه په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، په یاد برید کې د مستقیمو بریدګرو په شمول ۱۱ ښکېل تنه نیول شوي دي. هغه وايي، مهمه نه ده چې د دغو بریدګرو تر شا څوک درېږي، دوی ته به سخته سزا ورکړل شي.

پوتین د مارچ ۲۴مه د ملي ماټم ورځ وټاکله. هغه ژمنه وکړه چې د وژل شویو له کورنیو او ټپیانو سره به کمک وکړي.