د کابل اوسېدونکي لاهم د اوبو ترلاسه کولو برخه کې ګڼې ستونزې لري
CMG2024/03/24 15:56:06
شريکول:

د مارچ ۲۲مه د اوبو له نړيوالې ورځې سره برابره وه. د ملګرو ملتونو د انکشاف پروګرام ادارې په همدې ورځ د يو راپور په خپرولو سره ويلي چې په افغانستان کې د اوبو بحران اوس هم سخت دی او شاوخوا ۷۹سلنه افغانان کافي اوبو ته لاس رسی نه ‎لري. له لسګونو کلونو جګړې وروسته په افغانستان کې بنسټيز تاسيسات ډېر ويجاړ شوي او د اقتصاد د بيا رغونې سرعت دومره چټک نه دی، وچکالي او د اوبو د کمښت حالت سخت دی، حتی د دغه هېواد د پلازمېنې کابل اوسېدونکي د اوبو کارولو په برخه کې ډېرې ستونزې لري.

د چين مډيا ګروپ خبريالې په کابل کې د اوبو ترلاسه کولو په يو ځای کې دا ليدلي چې ګن شمېر خلک په پر له پسې ډول په لويو او کوچنيو سطلو کې اوبه ترلاسه کوي. ځينې کسان دغه د اوبو سطلونه د موټر يا خرو په وسيله کورونو ته انتقالوي، خو ډېری خلک په خپله (پر شا) باندې د اوبو سطل وړي چې کوچنيان کوچني سطلونه او لويان لوی سطلونه وړي.

د ګل په نوم د کابل یوه اوسېدونکي خبریالې ته اجازه ورکړې چې د ده په کور کې د اوبو کارولو حالت له نږدې وګوري.

 ګل وويل چې دوه يا درې کورنۍ په دې غره کې اوسېږي، دغه غرنۍ سیمه کې اوبه نشته چې د سیمې د اوسېدونکو لپاره يوه لويه ستونزه ګڼل کېږي.

نوموړی ۶۵کلن دی، خو د ده بچیان لا ډېر کوچني دي، يوازې پخپله کور ته د اړتیا وړ اوبه وړي، کور ته د هر ځل اوبو انتقال او رسول یې يو ساعت وخت نيسي.

خبريالې پرېکړه کړې چې مرسته ورسره وکړي او د ده پر احساساتو وپوهېږي.

خبريالې وويل، ګل د ساده وسایل له لارې دغه سطل پر شا وړي، حتی نوموړی د لوړ عمر او کمزورۍ له امله پر ملا کړوپ دی او نشي کولای پوره نېغ ودرېږي.

ګل ويلي چې د اوبو وزن شل کيلوګرام دی او هره ورځ په يوه ساعته کې دغه اوبه په غرنۍ سخته لاره کور ته وړي.

خبريالې وغوښتل چې له ګل سره مرسته وکړي او پرېکړه يې کړې چې د دې په موټر کې دغه اوبه د ده کور ته وليږدوي؛ خو د غره هواره لار چې موټر پرې تګ کولای شي، ډېره کمه ده، زیاتره لاره یې تنګه او سخته ده. خبريالې وويل، چې دغه غرنۍ لاره ډېره تنګه او ټوله په ډبرو پوښلې ده.

موټر يوازې د غره لارې پر يوه لنډه برخه تېرېږي، لاره نوره تنګه شوه او د موټر چلول نور هم ناشوني شول. دوی مجبور شوی چې له موټر څخه وتلی. ګل بيا اوبه پر خپل شا وروړي. 

خبريالې په لاره کې څو ځلې له ګل څخه پوښتنه کړې، چې ایا ستاسې کور ته رسېدلې ده؟ خو ګل یې په ځواب کې وايي، چې د ده کور د غره په بله خوا کې پروت دی او کور ته د رسېدو لپاره لا لسو دقيقو ته اړتيا ده.

د غره د باندې برخې لار نوره هم سخته ده. خبرياله چې هېڅ بار نه درلود، پر دغې لارې د تګ لپاره ډېر زحمت ایستلی. ګل وويل، چې د باران په ورځو کې پر دغې لارې تګ راتګ لږ څه ستونزمنه ده، که واوره موجوده وي، پر دې لار تګ راتګ به ډېر زیات سخت وي.

ګل خبریالې ته وويل، د ده کور په شاوخوا کې ټولې کورنۍ د ده په شان هره ورځ د غره ښکته برخې ته راځي، هلته اوبه ترلاسه کوي بيا یې کور ته وړي.

خبريالې د ګل په کور کې وليدل، چې د ده کورنۍ د اوبو سپمولو لپاره ډېرې لارې استفاده کوي. د بيلګې په توګه لوی سطل د باران له اوبو ډک شوی، چې د جامو مينځلو لپاره زېرمه کېږي. ګل وويل، هغه هره ورځ په لوی سطل کې د پنځو يا شپږو کوچنیو سطلو اوبه اچوي.

د طبعيي ګازو د سپمولو لپاره د ګل ټوله کورنۍ په مستقیمه توګه له دې لوی سطل اوبه څښي، په دې سره د څښاک اوبو د امنيت (روغتیايي) مسئله هم د اندېښنې وړ ده.

ګل وويل، چې دوی په مستقيمه توګه دغه اوبه څښي. هغه اندېښنه لري چې ښايي دغه ناپاکې اوبه یې د ناروغۍ لامل شي، خو هيڅ نورې لارې نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه ډول اوبو څښل ممکن د ناروغۍ سبب شي، زما پخوانۍ ميرمن دوه کاله مخکې مړه شوه. زما په ګاونډیانو کې یو سپین ږیری د پښتورګي او زړه پر ناروغۍ هم اخته شوی دی.