د چین د پرمختګ لوړپوړي فورم سږنۍ غونډه پرانیستل شوه
CMG2024/03/24 16:23:27
شريکول:

د چین د پرمختګ لوړپوړي فورم په اړه د ۲۰۲۴ کلنۍ غونډه د مارچ په ۲۴مه په بېجینګ کې پرانیستل شوه. د دواملرونکي پرمختيايي چين تر عنوان لاندې سږنۍ غونډه به دوې ورځې دوام ولري.

د عمده نړیوالو سازمانونو او د نړۍ د مخکښو ۵۰۰ تصدیو ځینو مسئولان به د چین د دوامدار پرمختګ په اړه پر څو موضوعاتو له ډېرو مشهور نړیوالو کارپوهانو سره بحثونه او تبادلې وکړي، مثلاً د چین د دوامدار پرمختګ خوځنده ځواک او راتلونکی، د کاربن خنثی کول او د نړۍ د هوا ادارې، د ځيرکتیا وده او اداره، نوي ډول مصرف او داسې نور موضوعات به وي.