د مارچ ۲۴مه د توبرکلوز د مخنیوي او درملنې په اړه ۲۹مه نړیواله ورځ ده.
مېرمن پنګليیوان چې د نړیوال روغتیايي سازمان د توبرکلوز او اېډز ناروغۍ د مخنیوي او درملنې د استازې دنده پر غاړه لري، په دې وروستیو کې د هو نان ولایت په مرکز چانګشا ښار کې د توبرکلوز د مخنیوي او درملنې چارې وڅارلې.
مېرمن پنګليیوان د روغتیايي مالوماتو د معرفي او د توبرکلوز د مخنیوي او درملنې میکانیزم د جوړېدو په شمول ځايي مالومات خپل کړل او له ځايي کارکوونکو یې وغوښتل چې د استوګنې په ټولنو کې اوسېدونکو خلکو ته د یادې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې په اړه مالومات او لا نور پراخ عامه پوهاوی ورکړي.