له هو نان ولایت څخه د لیدنې پر مهال د شي جين پينګ پيغام
CMG2024/03/24 19:53:45
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جين پينګ د مارچ له ۱۸مې څخه تر ۲۱مې پورې له هو نان ولایت څخه لیدنه وکړه.

 هغه د خپلې لیدنې پر مهال پر دې ټينګار وکړ، هو نان ولایت باید د پرمختګ په نوي شکل کې خپل ستراتېژیک مقام ونیسي، باید پر ثبات پرمختګ، باکیفیته ودې، اصلاحاتو او نوښت ټينګار وکړي، د هېواد په کچه د وتلي تولیدي چارو تمرکز او د سیالۍ توان لرونکي تخنیکي نوښتي ډګر د جوړولو لپاره دې تر وسې پورې کوښښونه وکړي.