له شي جين پينګ سره ليدنه: د ګډې علاقې له مخې ټينګه شوې دوستي
CRI2024/03/24 17:54:25
شريکول:

د موناکو پاچا  البيرټ دويم د چاپېريال ساتونکی او د اولمپيک سپورټي لوبو پخوانی لوبغاړی دی، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ورسره نژدې او ژور احساسات لري. البيرټ دويم د شي جين پينګ ډېره ستاينه کړې، چې د بيچينګ د اولمپيک د ژمنيو سپورټي لوبو پلويتوب یې کړی او په سپورټي لوبو کې يې  د چينايي خلکو د ګډون هڅونه کړې. شي جين پينګ له البيرټ څخه مننه څرګنده کړې، چې په چين کې د ژوو د ساتنې چارو ته يې پاملرنه کړې ده. دوی څو څو ځلې په مختلفو ډګرونو کې سره ليدلي او خپلمنځي دوستي يې ټينګه شوې ده.