فرانسې د ترهګرۍ ضد د امنیت درجه تر ټولو لوړې کچې ته رسولې
CMG2024/03/25 10:14:18
شريکول:

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د مارچ د ۲۴مې نېټې په شپه د کابینې بيړنۍ امنیتي غونډه تر سره کړې او د روسيې په پلازمینې مسکو کې پر کنسرټ د شوي ترهګريز بريد او د هغه د اغېزو په اړه یې بحث کړی دی.

د فرانسې صدراعظم ګابریېل اټال له غونډې وروسته پر ټولنيزو رسنیو ويلي، د فرانسې  حکومت په مسکو کې پر کنسرټ د بريد له امله، چې داعش ترهګرې ډلې يې پړه منلې، په ټول هېواد کې د ترهګرۍ ضد د امنيت ساتنې درجه لوړې کچې ته رسولې ده.

فرانسوي رسنیو په داسې حال کې په دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو خطر مخ په زیاتېدو بللی، چې ټاکل شوې، د پاریس المپیک دوبنۍ لوبې څلور میاشتې وروسته پېل شي.

د فرانسې د صدراعظم دفتر ويلي، چې د روانې میاشتې په ۲۵مې نېټې به د ترهګرۍ ضد امنيتي چارو غونډه ترسره کړي۔