د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د مارچ په ۲۴مې نېټې په پلازمینې قاهرې کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوټرېش سره کتلي او د غزې او سیمې د حالاتو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
السيسي او ګوټرېش په غزې کې د شخړې د لا پراخېدو د مخنيوي غوښتنه کړې او د دوو دولتونو لايحې پر تطبیق يې ټينګار کړی او همدا لاره يې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ يوازینی انتخاب بللی دی.
دواړو خواوو ويلي، د دوو دولتونو لایحه عدالت، امنیت او ثبات ته لاره هواروي او اړوندې خواوې باید د دې لایحې د عملي کولو لپاره مناسب شرایط برابر کړي.
ګوټرېش په همدې ورځ د مصر له بهرنیو چارو وزیر سامح شكري سره هم ليدلي او غزې تړانګې ته د بشري مرستو د رسولو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.
انټونيو ګوټرېش یو ځل بیا په غزې کې د سمدستي بشري اوربند غوښتنه کړې ده.