د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د مارچ په ۲۴مې نېټې د اسرائيل له صدراعظم بنيامين نېتانياهو او د اردن له پاچا عبدالله الثاني بن الحسين سره جلا جلا ټلېفوني خبرې کړې دي.
مکرون په يادو خبرو کې د غزې تړانګې پر جنوبي رفاح ښار د اسرائيل له حملې سره کلک مخالفت څرګند کړی او ويلي يې دي، چې اسرائيل به د خلکو د جبري انتقال له امله په جنګي جرمونو ککړ شي.
د فرانسې او اردن مشرانو ويلي، چې غزه تړانګه په تېر او هم به په راتلونکي کې د فلسطين خاوره وي او دواړه هېوادونه به د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د دوو هېوادونو پلان د پلي کېدو لپاره دوامدارې هڅې وکړي.