د مارچ ۲۴مه په روسیې کې ملي ماتم و
CMG2024/03/25 09:56:38
شريکول:

د روسیې حکومت د مارچ ۲۴مه په ټول هېواد کې ماتم اعلان کړی و. روسانو په همدې ورځ د هغو کسانو پر مړینې ژوره خواشیني ښودلې، چې د روانې میاشتې په ۲۲مې نېټې په مسکو کې پر يوه کنسرټ ترهګریز برید کې وژل شوي دي.

د روسیې د پلټنې کمېټې د مارچ په ۲۴مې تازه شمېرې خپره کړي، چې له مخې يې په یاد برید کې د ۳ ماشومانو په شمول ۱۳۷ تنه وژل شوي دي.

د روسیې حکومت ويلي، اوسمهال د مسکو هوايي ډګر، سټېشنونه او مترو عادي کارونه کوي او د امنیت چارې یې پياوړې کړې دي.