د ايرلنډ فاين ګايل ګوند د مارچ په ۲۴مې نېټې اعلان کړی، چې سيمون هاريس یې د ګوند مشر ټاکلی او په اپريل کې به د دغه هېواد د صدراعظمۍ دنده پرغاړه واخلي.
سيمون هاريس ۳۷ کلن دی او اوسمهال د ايرلنډ د لوړو زده کړو وزیر دی.
نوموړي پخوا د ایرلنډ د روغتيا وزير او د عدليې لنډمهالي وزير په توګه هم دندې ترسره کړې دي.