”د شي جين پينګ د پولي چارو د ويناوو غورچاڼ“ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د ګوندي تاريخ او سندونو څېړنيز انسټيټيوټ په زيار او ايډېټ، په دې وروستيو کې چاپ شوی دی.
پولي چارې د ملي اقتصاد کليدي برخه ده، چې د چيني شکله عصري کېدو بهير په ابادۍ پورې تړاو لري.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د پولي چارو د مهمو پرمختيايي تيوريو او تجربو په اړه يو لړ مهمې خبرې او لارښوونې کړي او په دې اړه يې د ګوند فکر نوې سويې ته رسولی، چې خورا ستر اهميت لري.