د روسيې جنګي الوتکې د امريکا د دوو پوځي الوتکو مخه نېولې
CMG2024/03/25 10:58:24
شريکول:

د روسيې د ملي دفاع وزارت د مارچ په ۲۴مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې يوې  ميګ ـ ۳۱ جنګي الوتکې يې په همدې ورځ په بارينتس سمندر کې د امريکا د دوو پوځي الوتکو، چې د روسيې قلمرو ته نږدې روانې وې، مخه نېولې ده.

اعلاميه وايي، د روسيې رادار په همدې ورځ د بارينتس سمندر په هوا کې دوې الوتکې پيدا کړې، چې د دغه هېواد قلمرو سره نږدې روانې وې.

د روسیې هوايي ځواک سمدستي په يادو الوتکو پسې ميګ ـ ۳۱ جنګي الوتکه لېږلې او دا یې تاييد کړې، چې دا د امريکا د هوايي ځواک  بي -۱ بي ډول بم غورځوونکې الوتکې وې.

اعلاميه وايي، کله چې د روسيې جنګي‌ الوتکه د امريکا يادو دوو الوتکو ته نژدې شوه، نو امريکايي الوتکو خپل مسير بدل کړ او د روسيې له قلمرو څخه لېرې ولاړې.

اعلاميه زياتوي، د روسيې جنګي الوتکې د الوت په بهير کې د هوايي قلمرو نړيوال مقررات مراعات کړي دي.