پر چینايي تصدیو د امریکې بې دلیله تورونه بې نتیجې دي
CMG2024/03/25 09:09:57
شريکول:

د برومبیرګ خبري اژانس خبر ورکړ، چې د امریکې سوداګرۍ وزارت څه باندې ۵ کاله مخکې د دولتي امنیت په پلمه د چین د فو جیان ولایت د جین هوا برېښنايي شرکت په تور لیست کې شامل کړ، د سانفرانسیسکو ځايي محکمې د فبرورۍ په ۲۷مې پرېکړه وکړه چې دغه چینايي تصدي بې ګناه ده او پر دې شرکت دعوا ناکامه ده.

د فو جیان ولایت د جین هوا برېښايي شرکت د یادې محاکمې هرکلی څرګند کړ.

د امریکې د عدلیې وزارت پخوا پر یاد چینايي شرکت پسې د امریکې د (Micron Technology) مکرون تکنالوژۍ شرکت د غلا کېدو تور لګولی او که دغه ادعا رښتیا ثابته شي، نو یاد چینايي شرکت ته به یو لړ سزاګانې ورکړل شي.

دغه دوسیه په ۲۰۱۸ کال کې د دونالډ ټرمپ لخوا د چین پر وړاندې د سوداګريزې جګړې له پيلېدو وروسته د امریکې لخوا وړاندې شوې لومړۍ دعوا وه. دلیل یې تش په نوم د دغه هېواد دولتي امنیت ساتنه وه. د امریکې د عدلیې وزارت دعوا کړې، د سوداګرۍ وزارت یې پر دغه چینايي شرکت بندیزونه لګولي، همکارې تصدۍ یې د جبوریت له مخې متقابل تدبیر نیولي، نو د چین فو جیان ولایت د جین هوا برېښنايي شرکت له ډېر ستونزمن حالت سره مخ و. خو دغې تصدۍ په ټينګ هوډ له بېځایه دعوا سره مقابه کړې او اخري بریالیتوب یې تر لاسه کړ. دا د چینايي تصدۍ لپاره ستر اهمیت لري.

اوس د چین تخنیکي شرکتونه پياوړی توان لري او دغه توان ورځ په ورځ پيا وړی کېږي او په ځینو برخو کې یې د پرمختګ لاسته راوړنې او بازاري وړتیاوې ګټلې دي. په دې سره د امریکې په شمول ځینې لوېديځ هېوادونه د چینایي تصدیو بریالیتوبونه نه شي زغملی او غواړي چې چینايي شرکتونه وځپي، نو دا مو ولیدل چې دوی پر چینايي تصدیو پر له پسې بېځایه تورونه او بندیزونه لګولي دي. له دې څخه ښکاري چې لوېديځ هېوادونه د سوداګرۍ ساتنې لپاره ډېرې ناسمې کړنې غوره کړې دي.

دا مو هم لیدلې چې ډېرو چینايي تصدیو هم د قانوني لارو په کارولو سره خپل حقونه او ګټې ساتلي.

د فو جیان ولایت د جین هوا برېښنايي شرکت تر دغې دوسیې مخکې، د چین ابسن شرکت چې د LED په تولید لګیا دی، د درېیو کلونو لپاره د امریکې په ۳۳۷ مه پلټنه کې بریالی شوی، د چین د هوا دا په نوم تخنیکي شرکت د امریکايي تصدیو له خوا په جوړه شوې دوسیه کې بریالی شوی او ۲،۲ میلیارډه ډالره جبران یې تر لاسه کړی دی. له دغو مثالونو څخه ښکاري، چې تخنیکي نوښت او ټینګ هوډ د چیني شرکتونو د پياوړې کېدو بنسټ دی. دوی کلیدي تکنالوژۍ په خپل واک کې ساتي او کنټرولوي يې او په بازاري سیالۍ کې خپله وړتیا ساتي. همدارنګه د دوی له بریا دا ثابتېږي چې دوی زړور او ښه اداره لري، چې په نړۍ کې هېڅ زور غوښتونکی په نړیوالې همکارۍ کې د توان لرونکو چیني تصدیو مخه نه شي نیولی.

د امریکې مکرون تکنالوژۍ شرکت د تېر کال په جون کې ژمنه وکړه چې په چین کې د خپل چيپ تولیدي فابریکې جوړولو لپاره به ۴،۳ میلیارډه یوانه پانګونه وکړي او د دې شرکت اجرائیوي مشر سانګجي مهلوت ور پسې چین ته سفر وکړ. سربیره پر دې، د امریکې (NVIDIA) نودیا شرکت ویلي چې د چین له بازار سره سمون لرونکی چیپ استخراج او تولید ته به دوام ورکړي. د انټیل په نوم د امریکې شرکت به د چین بازار ته خپل صادرات بیا پراخ کړي.

دې کې شک نشته چې اوس چینايي تصدۍ د ګردې نړۍ د تولید او عرضې په ځنځیرونو کې نور مهم رول لوبوي. پر چینايي تصدیو د امریکې بې دلیله تورونه او دعوا نتیجه نه ورکوي او هرومرو به ناکامه شي.