اسرائیلي ځواکونو د غزې په جنوبي او مرکزي سیمو بريدونو کې ۳۱ کسان وژلي
CMG2024/03/25 09:58:22
شريکول:

د فلسطین تلویزیون د مارچ په ۲۴مې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائیلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې پر جنوبي او منځنۍ سیمو بمبارۍ کړي، چې له امله يې ۳۱ کسان وژل شوي دي.

خبر وايي، اسرائیلي ځواکونو د همدې ورځې په سهار وختي په رفح ښار کې پر ۴ ودانیو بمباري کړې، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۳ تنه وژل شوي او په ورته وخت کې يې د غزې د مرکزي سیمې په دیر البلاح ښار کې هم پر یوې ودانۍ هوايي برید کړی، چې له امله یې ۸ کسان وژل شوي دي.