د بو اوو د اسيايي فورم سږنۍ غونډه پرانيستل شوه
CMG2024/03/26 15:57:28
شريکول:

د بو اوو اسيايي فورم کلنۍ غونډه نن د مارچ په ۲۶مې نېټې پرانيستل شوه، چې ګڼو کورنيو او بهرنيو مېلمنو پکې ګډون کړی دی.

د غونډې ګډونوال به د اسيا او نړۍ پر وړاندې د ګډو ننګونو او ګډو دندو په هکله ژور بحثونه وکړي.

د معلوماتو له مخې، د بو اوو اسیايي فورم په سږنۍ غونډې کې د نړيوال اقتصاد، د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوښت، د ټولنې د پرمختګ، د نړيوالو همکاريو او د ګډو ننګونو موضوعات ترتيب شوي، چې د مختلفو برخو ګډونوال به پکې د اسيا او نړۍ پر وړاندې د ننګونو او فرصتونو په هکله بحثونه او شننې وکړي.