د چین دوامدار پرمختګ نړۍ ته ګټې رسوي
CMG2024/03/26 10:35:54
شريکول:

د چين د پرمختګ لوړ پوړي فورم د ۲۰۲۴م کال غونډه د مارچ له ۲۴مې نه تر ۲۵مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. دغه کلنۍ غونډه چې د دوامدار پرمختګ چين تر سرليک لاندې وه، د نړۍ پاملرنه یې ځان ته راجلب کړې ده.

د چيني اقتصاد دوامدار پرمختګ تر شا بالقوه توان څه دی؟ د چين پرمختيايي فرصتونه به څنګه نړۍ ته ګټې ورسوي؟ د نړيوالو سازمانونو مسؤلينو، اقتصادي او سوداګريزو شخصيتونو، حکومتي مامورينو او د نوبيل او تورينګ جايزه ګټونکو پوهانو او مشهورو کارپوهانو د چين د پرمختګ لوړ پوړي فورم په ياده کلنۍ غونډه کې پر فرصتونو او ننګونو ژور بحثونه کړي او يو لړ مهمې ګډې نظريې يې موندلې دي.

د چين دوامدار پرمختګ نړيوال اقتصاد ته ثبات راوړي.

د مارچ د ۲۴مې نېټې په سهار د بېجينګ په دياو يو تای ملي مېلمستون کې د يادې کلنۍ غونډې لومړی ځانګړی سيمينار چې عنوان يې و، د چين د دوامدار پرمختګ خوځنده ځواک او راتلونکی، تر سره شو. د synopsys شرکت رئيس او لومړي اجرائيوي مشر ساسين غزي(Sassine Ghazi) په لومړي ځل دغه فورم کې ګډون وکړ. هغه په خوشالۍ سره رسنيو ته ويلي، راتلونکی کال به یې چيني بازار ته د خپل شرکت د ننوتلو له ۳۰مې کليزې سره برابر وي. هغه چين په نړۍ کې د synopsys شرکت تر ټولو چټک پرمختيايي بازار بللی او څرګنده يې کړه چې په دغه فورم کې د خپل ګډون موخه د چيني اقتصاد وروستي حالت تر لاسه کول او د مصنوعي ځيرکتيا په شمول د تخنيکي نوښت او د بااستعدادو کسانو د روزلو په اړه د همکاريزو فرصتونو پيدا کول دي.

د نړيوال اقتصاد د کمزورېدو په حال کې چين د ۲۰۲۴ م کال لپاره د اقتصادي زياتوالي موخه په ۵ سلنه ټاکلې ده. دا د فورم ګډون کوونکو د توجه وړ يوه توده موضوع ګرځېدلې ده.

د نړيوال وجهي صندوق مشرې کريستيلينا جيورګيوا(Kristalina Georgieva) دغې غونډې ته ويلي، په ۲۰۲۳م کال کې چيني اقتصاد د کرونا وبا له سيورې او اغېزو څخه وتلی او څه باندې ۵ سلنه زياتوالی يې موندلی دی. چين به په راتلونکي کې د نړيوال اقتصادي پرمختګ مهم خدمت کوونکی وګرځي. نوموړې دا هم وويل چې که څه هم اوس مهال د چين اقتصاد د زياتوالي سرعت ورو شوی او د عمر خوړلو کسانو د زياتوالي (Ageing of Population) له ځينو ننګونو سره مخ دی، خو د چيني بازار پيمانه خورا لويه ده او د پرمختګ بالقوه توان لا هم قوي ښکاري.

د نوي کيفيت په توليدي ځواک سره د اقتصادي پرمختګ نوی اينجن پيدا کېږي.

د چين د دوامدار پرمختګ نوی اينجن څه دی؟ په دغه ۲ ورځني فورم کې کورنيو او بهرنيو برخه والو د بحثونو په ترڅ کې کله نا کله د نوي کيفيت توليدي ځواک ياد هم کړی او څرګنده کړې یې چې له دې څخه يې د چيني اقتصاد روښانه راتلونکی انځور کړی دی.

علمي او تخنيکي نوښت د نوي کيفيت توليدي ځواک د پيدا کولو کيلي ده. د جرمني د بېير ډلې (Bayer) لومړي اجرائيوي مشر بېل اندرسن(Bill Anderson) د چين د پرمختګ لوړ پوړي فورم په سږنۍ کلنۍ غونډه کې دا نظر څرګند کړ چې چين غوره ښوونيز سيستم او غني انساني سرچينې لري. د تخنيکي نوښت تصدۍ دلته چټک پرمختګ کولای شي. هغه دا د چين د باکيفيته پرمختګ يو مهم اينجن بللی دی.

د امريکا د ايپل شرکت(Apple) لومړي اجرائيوي مشر ټېم کوک(Tim Cook) د فورم په سږنۍ کلنۍ غونډه کې له ګډون مخکې د بي وای ډي ډلې  (BYD) په شمول د چين ځينو همکارانو څخه ليدنې کړې او د ده په خبره، داسې چيني شرکتونو د انرژۍ د بيا کارولو او د بيا کارېدونکې انرژۍ په چارو کې د ليدو وړ پرمختګونه موندلي دي.