چین: په غزه کې د ملګرو ملتونو د اوربند پرېکړه ليک باید تطبیق شي
CMG2024/03/26 09:24:34
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي جانګ جون د مارچ په ۲۵مې نېټې په امنیت شورا کې د غزې د اوربند پرېکړه لیک تر تصویبېدو وروسته پر دې ټينګار کړی، چې دغه پرېکړه لیک باید جدي تطبیق شي.

جانګ جون ویلي، په غزې تړانګې کې د روانې شخړې له امله، چې نږدې ۶ میاشتې پرې اوښتي، څه باندې ۳۲ زره ملکي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي ويلي، د امنیت شورا پرېکړه لیک د محدودیت قوت لري او چین له ښکېلو خواوو غواړي، چې د ملګرو ملتونو د منشور له ټاکل شویو مقرراتو سره سم اړوند اقدامات غوره کړي.

جانګ جون تمه ښودلې، چې مهم اغېزه لرونکی هېواد به د یاد پرېکړه لیک د تطبیق لپاره اغېزناک رول ولوبوي.