د روسيې محکمې د مسکو پر کنسرټ د ترهګريز بريد په تور د ۳ نورو کسانو د توقیف امر کړی
CMG2024/03/26 10:39:39
شريکول:

د روسیې د پلازمېنې مسکو د باسمن سيمې محکمې د مارچ په ۲۵مې نېټې د مسکو پر کنسرټ د ترهګريز بريد په تور د ۳ نورو کسانو د توقيف امر کړی دی.

 محکمې ويلي، تورن کسان به د مې تر ۲۲مې نېټې پورې په توقیفخونې کې وساتل شي.

 د روسيې فيډرالي امنيت رياست اعلان کړی، چې د ياد ترهګريز بريد په تور يې ۱۱ کسان توقيف کړي، چې پکې ۴ کسانو په مستقيمه توګه برید کې لاس درلود او پر خلکو يې ډزې کولې.