د پاکستان يوه حکومتي چارواکي د مارچ په ۲۶مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه د دغه هېواد د جنوب لوېديځ بلوچستان ولايت په تربت ښار کې د سمندري ځواکونو پر يوې هډې ترهګريز بريد مخ شوی، چې له امله يې ۴ بريدګر وژل شوي دي.
د پاکستان امنيتي ځواکونو ياده اډه کلابنده کړې او د لټون عمليات يې ترسره کړې دي.
د دغه بريد مسؤليت د بلوچ ازادۍ پوځ (مجيد لوا) پر غاړه اخيستی دی.