د ملګرو ملتونو امنيت شورا د مارچ په ۲۵مې نېټې ۲۷۲۸ نمبر پرېکړه لیک تصويب کړ او په روژه کې يې د فلسطين او اسرائيل د شخړې له ښکېلو خواوو په غزې تړانګې کې د تلپاتې سولې په پار د اوربند غوښتنه کړې ده.
دا د تېر کال د اکتوبر په ۷مې نېټې د فلسطین او اسرائيل ترمنځ د روانې شخړې له پېلېدو راهيسې د امنیت شورا لومړی پرېکړه ليک دی، چې پکې په غزې تړانګې کې يې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.
ياد پرېکړه ليک ته د چين په شمول د امنيت شورا ۱۴ غړيو موافقې رایې ورکړي او امريکې ورته ممتنعه يا سپينه رايه کارولې ده.