د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيرو غړي او مرستيال صدراعظم هه لي فنګ د مارچ په ۲۵مې نېټې د چين د ۲۰۲۴م کال د پرمختګ لوړپوړي فورم له ځينو استازو سره کتلي او د چين د اقتصادي
حالاتو او پانګونې په اړه يې ورسره بحثونه کړي دي.
په دغې کتنې کې د تورډبره (blackstone) شرکت مشر سټیفن سچوارزمان او د پفيزير(Pfizer) شرکت مشر البرټ بورلا په شمول د ځينو شرکتونو استازو برخه اخيستې وه.
هه لي فنګ له يادو استازو سره په خبرو کې ويلي، چې د چين نوې ټېکنالوژي د پرمختګ په حال کې ده او اقتصاد یې ثابت او ښه پرمختګ کوي.
نوموړي هيله ښودلې، چې بهرني شرکتونه به په چين کې زیاتې پانګونې وکړي.
د بهرنيو شرکتونو استازو ويلي، چې د چين اقتصاد روښانه راتلونکی لري او لېواله دي، چې په دغه هېواد کې ډېرې پانګونې وکړي.